د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ځمکو د غصب مخنیوي له تخنیکي پلاویو سره په ناسته کې د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو او د غصب مخنیوي بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه.
د راپور له مخې، نوموړي د قاطع اقدام او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د غاصبینو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. تخنیکي پلاویو هم د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو راپور وړاندې کړ او د جدي هڅو ډاډ یې ورکړ.