د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر اهمیت ټینګار
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې عمومي رئیس، ملا نورالدین ترابي، د ډنمارک د کډوالو شورا له استازي سره په لیدنه کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د پېښو په مدیریت کې د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو، په ځانګړي ډول د بیړنیو حالاتو پر مهال، ټینګار شوی دی. همدارنګه د بېپیلوټه الوتکو کارولو وړاندیز شوی ترڅو د پېښو پر مهال بند پاتې کسان وپېژندل شي.
نوموړي له یادې ادارې وغوښتل چې د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو جوړولو او له زیانمنو سره د مرستې په برخه کې همکاري وکړي.