د لوګر د کرکټ سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لوګر د کرکټ سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د اتلې لوبډلې تصویر

د «شمشیر» په نوم د کرکټ سیالۍ د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو په ګډون ترسره شوې او د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د معلوماتو له مخې، کابل لوبډلې په وروستۍ لوبه کې په ۱۲ اورونو کې ۲۰۲ منډې جوړې کړې. منګو لوبډله ټاکلی هدف پوره نه کړی شو او د ۱۷۷ منډو په ترلاسه کولو سره یې لوبه د ۲۵ منډو په توپیر وبایلله.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته یو موټرسایکل هم د جایزې په توګه ورکړل شو.

About Author