د برېښنا شرکت مشر په شمال زون کې د برېښنا پروژو پر چټکتیا ټینګار وکړ

د برېښنا شرکت مشر په شمال زون کې د برېښنا پروژو پر چټکتیا ټینګار وکړ

د نظارت کوونکي هیئت تصویر

د افغانستان برېښنا شرکت اجرایي رئیس ملا عبدالحق همکار شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د برېښنا پروژو د کار د چټکتیا غوښتنه وکړه.

د راپور له مخې، نوموړي په بغلان او سمنګان ولایتونو کې له مسؤلینو سره په لیدنه کې د برېښنایي تاسیساتو او روانو پروژو د منظم او دوامداره څارنې سپارښتنه وکړه.

هغه د ترکمنستان او ازبکستان د ۵۰۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لینونو پروژې هم وکتلې او د دغو پروژو د معیاري تطبیق او پر وخت بشپړېدو ټینګار یې وکړ. نوموړي وویل چې دغه ستراتیژیکې پروژې د دوامدارې برېښنا د تأمین لپاره مهمې دي.

About Author