د هلمند د معارف مسوولین وايي چې د دې ولایت په دیشو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړولو کار بشپړ شوی دی.
په جوړو شويو مراسمو کې د هلمند د معارف رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري وویل چې د «خالد بن ولید رض» ښوونځی ۶ درسي خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري او د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
نوموړي د یونیسف له مرستې مننه وکړه او وویل چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره سلګونو زدهکوونکیو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوو.
د سیمې اوسېدونکیو هم د دې ښوونځي د پرانیستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په دې سیمه کې د زدهکړې زمینه نه وه برابره، ان تر دې چې دغه سیمه یو د دوولسم ټولګي فارغ هم نه لري؛ خو د دغه ښوونځي په رامنځته کېدو سره به د دغې ولسوالۍ موشومان له زده کړو برخمن شي.