د انتالیا د ډیپلوماسۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان او ترکیې چارواکو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره ولیدل او دواړو لورdو د پانګونې، سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د کانونو، زیربناوو او ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو پراختیا او د سیمهییز اتصال پیاوړتیا هم اړین وبلل شول. دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې اقتصادي اړیکې به نورې هم پراخې شي.