چین: د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل مخنیوی لومړیتوب دی

چین: د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل مخنیوی لومړیتوب دی

د چین بیراغ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل مخنیوی او د ترلاسه شوي اوربند ساتل عاجل لومړیتوب دی.

بیجینګ له ټولو لورو وغوښتل چې ډیپلوماتیکه لاره تعقیب کړي او د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي. چین ټینګار کړی چې باید ثبات ټینګ شي او سیاسي حل ته لاره هواره شي.

چین خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به سیمه بې‌ثباته کړي او له لورو یې وغوښتل چې عملي ګامونه پورته کړي.

About Author