د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل مخنیوی او د ترلاسه شوي اوربند ساتل عاجل لومړیتوب دی.
بیجینګ له ټولو لورو وغوښتل چې ډیپلوماتیکه لاره تعقیب کړي او د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي. چین ټینګار کړی چې باید ثبات ټینګ شي او سیاسي حل ته لاره هواره شي.
چین خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به سیمه بېثباته کړي او له لورو یې وغوښتل چې عملي ګامونه پورته کړي.