د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر اهمیت ټینګار

د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر اهمیت ټینګار

له طبیعي پېښو سره د چمتوالې ادارې لوګو

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې عمومي رئیس، ملا نورالدین ترابي، د ډنمارک د کډوالو شورا له استازي سره په لیدنه کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د وقایوي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د پېښو په مدیریت کې د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو، په ځانګړي ډول د بیړنیو حالاتو پر مهال، ټینګار شوی دی. همدارنګه د بې‌پیلوټه الوتکو کارولو وړاندیز شوی ترڅو د پېښو پر مهال بند پاتې کسان وپېژندل شي.

نوموړي له یادې ادارې وغوښتل چې د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو جوړولو او له زیانمنو سره د مرستې په برخه کې همکاري وکړي.

په مقابل کې، د ډنمارک د کډوالو شورا استازي د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په وقایوي پروژو، بشري مرستو او نوې ټکنالوژۍ کې به خپلې مرستې جاري وساتي.

دواړو لورو د پېښو د ښه مدیریت لپاره د نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو د کارونې په برخه کې د همکاریو پر پراخولو موافقه وکړه.

About Author