د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ملا نورالله نوري د کندز په یوه ولسي غونډه کې وویل چې افغانان د اوسني نظام ملاتړ کوي او پر هغه باور لري.
نوموړي وویل چې بهرني تبلیغات د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي او افغانستان یو خپلواک نظام لري چې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
په غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم د نظام ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه د کندز د ځايي چارواکو او خلکو په ګډون ترسره شوه.