د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په څو جلا عملیاتو کې سلګونه کیلو نشهيي توکي، نږدې ۱۴ زره نشهيي ګولۍ او د الکولي مشروباتو یوه فابریکه کشف او ضبط شوې ده.
د معلوماتو له مخې، ۳۰۹ کیلو نشهيي توکي په کندز، ۱۸۶ کیلو په هلمند او په جوزجان کې د پروسس یوه فابریکه له تخمیر شویو موادو سره کشف شوې ده. څو تنه په تړاو نیول شوي دي.
همدارنګه په لشکرګاه کې ۱۳ زره او ۸۸۱ نشهيي ټابلیټونه هم ضبط شوي دي.